له پاکستان څخه د یوې افغانې کورنۍ راستنېدل او د نوي ژوند لپاره زیار / بازگشت یک خانوادۀ افغان از پاکستان و تلاش برای ساختن زندگی جدید

Date Published: 
Monday, January 9, 2017

متن دری

هنگام عبور در حویلی کوچک و تنگ منزل شمس الرحمان واقع در شهر جلال آباد، حتی نمی توان تصور کرد که چگونه یک خانوادۀ با ده نفر اعضای آن می توانند در آن زندگی کرد. اما آنها زندگی می کنند و به همین گونه خانواده های سه برادر اش با چنین وضعیت امرار حیات می نمایند.

 شمس الرحمان و برادرانش در این اواخر از کشور پاکستان عودت نموده اند، جاییکه آن ها برای دهه ها امرار حیات داشتن ولی وضعیت زندگی شان بصورت ناگهانی مختل گردید. دلیل این همه مشکلات و مختل شدن زندگی آنها، مانند ده ها هزار افراد دیگر عدم داشتن اسناد مهاجرت بود، وضعیت متزلزل و پر مخاطرۀ که آنها از آن در پاکستان قبلا آگاهی داشتند. بعد از سپری نمودن بیست سال در آن کشور جاییکه آنها ازدواج نموده و ایجاد خانواده نمودند، افغانستان تنها بحیث یک خاطره در ذهن شان وجود داشت.

            شمس الرحمان گفت " من در شهر لاهور پاکستان، کراچی داشتم و در آن جواری میفروختم، پول بیش بدست نمی آوردم، ولی مبلغ که بدست می آوردن برای پرداخت کرایۀ ماهوار خانه و حتی شامل کردن فرزندانم در مکتب خصوصی کافی بود. در یکی از روز ها فردی با لباس نظامی نزدم آدم و از من در مورد تابعیتم پرسید، بعد از آنکه برایش گفتم افغان هستم در آن لحظه مرا دستگیر کرد در نتیجه مدت شش ماه را در حبس سپری نمودم و بعد از آن دانستم که در کشور پاکستان برای ما آیندۀ وجود ندارد."

            شمس الرحمان و خانواده اش هر آنچه را که می توانستند در یک موتر لاری جابجا نمایند، جابجا نموده و بسوی طورخم که نقطه مرزی با افغانستان است، در حرکت شدند. مصارف کرایۀ آنها ۶۰،۰۰۰ کلدار پاکستان معادل به (۵۷۲ دالر امریکایی) بود، مبلغ را که برای کرایه نمودن منزل مسکونی بطور امانت به صاحب خانه در شهر لاهور پرداخت نموده بودند از دست داده و همچنان در مورد اینکه چگونه بعد از رسیدن به افغانستان کسب اشتغال نموده و پول بدست بیاورند نمی دانستند.

            لاری که اموال شمس الرحمان را منتقل می نمود به سرحد پر گرد وخاک و سروصدای طورخم رسید، محل که آنها در قطار طویل که همچون آنها خانواده های دیگر نیز در آن قرار داشتند، رسید البته با بخش از اموالش را که از پاکستان باخود منتقل نموده بود.

            از آغاز سال ۲۰۰۱ میلادی بدینسو بیش از ۲۴۰،۰۰۰ افغانهای بدون مدارک و اسناد از پاکستان بازگشته و یا اخراج گردیده اند، تعداد که به دو برابر افراد عودت کننده و اخراج شده در سال ۲۰۱۵ میلادی می رسد. این خانواده ها مانند شمس الرحمان دهه ها را در خارج از افغانستان سپری نموده اند و به کشور فرورفته در بحران باز می گردند، کشوری که آنها در مورد وضعیت بحرانی اش بشتر نمی دانند.

            کارمندان سازمان بین المللی مهاجرت (IOM) و وزارت مهاجرت و عودت کننده گان در سرحد افغانستان و پاکستان با خانواده شمس الرحمان ملاقت می نمایند و برای آنها غذا، تسهیلات طبی و محل اقامت برای سپری نمودن شب تهیه می دارند.

            ولی، با بازگشت تعداد زیادِ از خانواده ها منابع در دست داشته سازمان بین المللی مهاجرت(IOM) و دیگر فعالین کمک های بشردوستانه محدود می باشد. بعد از کمک به نیازمندی های عاجل آنها در سرحد کشور و رسیدن به منزل مقصود بشترین بخش این خانواده ها مسؤلیت های بعدی را خود به دوش دارند.

 شمس الرحمان باشندۀ اصلی ولسوالی درۀ نور ولایت ننگرهار می باشد. ولسوالی درۀ نور همجوار ولایت کنر و لغمان می باشد و در این اواخر این ولایات شاهد بیجا شدن هزارها نفر به علت بحران می باشد. جنگ ها، عدم موجودیت خدمات دولتی و فرصت های کاری در درۀ نور و غیره ولسوالی های ننگرهار باعث گردیده که افراد چون شمس الرحمان تصمیم بگیرند تا در مرکز این ولایت یعنی شهر جلال آباد مقیم گردند.

شمس الرحمان یکجا با برادرانش در حالیکه قرضدار بوده و هیچ دورنمای کاری ندارند به یگانه گزینۀ حیات که همانا منزل برادر چهارم شان که یک خانه کوچک در شهر جلال آباد است، بازگشتند. این چهار خانواده با بیش از ۵۰ اعضاء بطور مشترک در خانۀ سه منزله ای با سقف کانکریتی و حویلی کوچک زندگی می نمایند. کمپل آویخته شده بر دروازۀ منازل یگانه منبع نجات از سردی زمستان این خانواده می باشد.

اطفال که در صحن منزل با پسران کاکایش بازی می کنند نمی دانند بنابر چه دلیل مکتب و دوستان شان را در پاکستان ترک کردند. آنها فعلا شامل مکتب نمی باشند، با وجود که والدین شان تصمیم به شمولیت شان را در سال بعد دارند.

بزرگترین این جمع از اطفال عمران نام داشته و هژده سال دارد. او جوان زیبا و خیلی جدّی است و بر برادران و پسران کاکایش با روش شدید برخورد می نماید. عمران در پاکستان متعلم بود، اما او حالا مجبور گردیده تا دروس خویش را ترک گفته و در تلاش امرار معاش گردد.

عمران گفت: "می خواستم انجنیر شوم، تا بتوانم طرح منازل را به خانواده های همچون خانوادۀ ما ترتیب نمایم." حالا این خانواده دارای یک سقف می باشد و نیز شمس الرحمان می تواند با مزدورکاری و یا فروش میوه ها و ترکاری یک اندازه پول بدست آورد.

اما، هزاران بازگشت کننده گان دیگر همچون او در شهر جلال آباد باعث گردیده تا بازار کار برهم خورده و دریافت کار بسا مشگل گردد، او می داند وقتی خواهد که دیگر برادرش نیز او را کمک نخواهد توانست. این خانواده نیازمند یک خانۀ رهایشی و زمین شخصی می باشد.

بزرگترین نگرانی شمس الرحمان پدر سالخورده اش می باشد که در تختی در صحن حویلی خوابیده و مگس ها اطرافش گرفته اند. او بیمار می باشد و نیاز به معالجۀ ماهوار دارد، او با این وضعیت فشار مالی دیگری بر این خانواده است.

هنگام که با حسرت سوی پدرش نگاه می کند او میگوید " دعا می کنم پدرم زنده بماند، چون توان تکفین و تدفین اش را ندارم..."


پښتو متن

کله چې د ننګرهار ولایت په جلال آباد کې د شمس الرحمان د کور کوچني او تنګ غولي ته وردننه شې تصوّر نه شې کولای چې څنګه به یوه کورنۍ د هغې د لسو غړو سره یو ځای هلته ژوند کوي. خو، هغوی هلته د شمس الرحمان د درې وروڼو له کورنیو سره یوځای په همدې وضعیت کې ژوند کوي.

            شمس الرحمان او د هغه وروڼه په دې وروستیو کې له پاکستان راستانه شوي، چېرته چې هغوی څو لسیزه ژوند کړی خو یو ناڅاپه یې د ژوند چارې ګډوډې شوې. د هغوی د دې ټولو ستونزو او ژوند د ګډوډېدنې کبل د لسګونو زرو نورو افغانانو په څېر د کډوالۍ د اسنادو نه لرل ول، هغوی د دې ټپري، څپڅپاند او متزلزل وضعیت په هکله له پخوا پوهېدل. په پاکستان کې له شلو کلونو ژوند کولو وروسته چېرته چې هغوی ودونه وکړل او کورنۍ یې جوړې کړۍ افغانستان نور تش د هغوی لپاره په لرې یادونو کې پاتې ځای وو.

            شمس الرحمان وویل « ما د پاکستان په لاهور ښار کې د سړک د غاړې بګۍ یا ګاډۍ درلودله او جوار مي پلورل، که څه هم ما ډېرې پیسې نه ترلاسه کولې خو پر هغو پیسو مې کولای شول چې د کور کرایه ورکړم او زامن مې په خصوصي ښوونځیو کې شامل کړم. یوه ورځ یو وګړی چې نظامي کالي یې په ځان ول رانږدې شو او راڅخه یې وپوښتل، چې څوک او د کوم ځای یې؟ له دې وروسته چې مې ورته وویل زه افغان یم، په هم هغه شېبه یې ونیولم او د شپږو میاشتو مودې لپاره یې بندي کړم، له هغې وروسته وپوهېدم چې په پاکستان کې زموږ لپاره راتلونکی شتون نه لري.»

            شمس الرحمان او د هغه کورنۍ چې څومره کولای شول هومره مال یې په یوه لارۍ کې ځای پر ځای کړ او د تورخم په لور چې د افغانستان او پاکستان پوله ده روان شول. د هغوی د موټر کرایه ۶۰،۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې (۵۷۲ امریکایي ډالر) وه او کومې پیسې یې چې د کور کرایه کولو په موخه د کور صاحب ته د لاهور په ښار کې امانت ورکړې وې هم له لاسه ورکړې او همداسې، دا چې افغانستان ته له رسېدو وروسته به څه دنده وموندي او پیسې به څنګه لاس ته راوړي هېڅ نه پوهېدل.

            هغه لارۍ چې د شمس الرحمان کډه او مالونه په کې پراته ول د تورخم له دوړو او ټېل ماټېل ډکې پولې ته راورسېده، کوم ځای کې چې د هغوی په څېر نورې راستنې شوې کورنۍ هم په یو اوږد کتار کې تم وې، البته د خپلو مالونه د یوې برخې سره چې له ځان سره یې د راوړلو توان درلود.

            له ۲۰۰۱ زېږدي کال راهیسې له ۲۴۰،۰۰۰ ډېر بې اسناده افغانان له پاکستان راستانه شوي او یا رااېستل شوي دي، د دوی شمېر د ۲۰۱۵ زېږدي کال د راستنېدونکو او رااېستل شویو د شمېر دوه برابره دی. دې کورنیو د شمس الرحمان د کورنۍ په څېر څو لسیزې له افغانستان بهر ژوند کړی اوسېدلي دي او اوس په کرکېچ کې راګیر افغانستان ته راستنېږي، هغه هېواد چې د هغې د وضعیت په هکله ډېر هم ډېر نه پوهېږي.

            د کډوالۍ نړۍ وال سازمان (IOM) او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کارمندان د افغانستان او پاکستان په پوله د شمس الرحمان له کورنۍ سره ولیدل هغوی ته یې خواړه، روغتیایي آسانتیاوې او د شپې تېرولو لپاره لنډمهاله د اوسېدنې ځای برابر کړ.

            خو، د ډېر شمېر راستېدونکو کورنیو له کبله د کډوالۍ نړۍ وال سازمان (IOM) او نورو مرستندویه ټولنو فعالینو سرچینې بسیا نه دي. پر پوله د بېړنیو مرستو او خپل وروستۍ موخې ته له رسېدلو وروسته مرستو دا کورنۍ اړ دي چې پاتې مسؤلیتونه پر خپله غاړه واخلي.

            شمس الرحمان د ننګرهار ولایت د درې نور ولسوالۍ اوسېدونکی دی. درې نور د لغمان او کنړ د ولایتونو په ګاونډ کې پرته سیمه ده چې په دې وروستیو کې د کړکېچ له امله د زرګونو بېځایه شویو وګړو لیدونې یا شاهده ده. په درې نور او د ننګر هار په نورو ولسوالیو کې د جګړې، د دولتي چوپړتیاوو یا خدماتو  او دندو نه شتون له کبله د شمس الرحمان په څېر ډېرو نورو وګړو دا هوډ کړی چې د دې ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې مېشت شي.

            شمس الرحمان له خپلو وروڼو سره یو ځای، په داسې حال کې چې پوروړی هم دی او هېڅ کاري لرلید هم نه لري د ژوند یوازېنۍ هیلې ته د جلال آباد په ښار کې چې هم هغه د څلورم ورور یو کوچنی کور دی راستون شوی. دا څلور کورنۍ چې له ۵۰ ډېر غړي لري په مشترکه توګه په درې پوړیزه، پوخ چت لرونکي او واړه غولي لرونکي کور کې ژوند کوي. د کوټې پر دروازې ځوړند څادر د دوی لپاره د ژمې د سړې هوا څخه د ژغورنې یوازېنۍ سرچینه ده.

            هغه ماشومان چې به غولي کې له خپلو تربورانو سره لوبې کوي پر دې نه پوهېږي چې ښوونځي او ملګري یې له څه کبله په پاکستان کې پرېښودل، له دې سره سره د هغوی پلرونه دا هوډ لري چې راتلونکی کال هغوی ښوونځي کې شامل کړي.

            د دې ډلې ماشومانو تر ټولو ستر عمران نومېږي چې اتلس کاله عمر لري، هغه یو ښکلی او ځیږ ځوان دی چې د نورو ماشومانو سره په ځیږه ژبه چلند کوي. عمران په پاکستان کې زده کوونکی وو، خو دې ته اړ شو چې خپلې زده کړې پرېږدي او د خپلې وړتیا وړ دنده ترلاسه کړي او د ژوند پرمخ بېولو لپاره پیسې وګټي.

            عمران وویل: «غوښتل مې انجنیر شم، چې وکولای شم د ځان په څېر کورنیو لپاره کورونه ډیزان کړم.» د شمس الرحمان کورنۍ اوس د اوسېدنې ځای لري او کولای شي چې د مزدورۍ، مېوې او سابو پلورلو له لارې یو شمېر پیسې وګټي.

            خو، د هغه په څېر زرګونه راستېدونکو له کبله د جلال آباد په ښار کې د دندې موندنې بازار په ټپه ولاړ او د دندې موندل خورا ګران دي، شمس الرحمان په دې پوهېږي چې ژر به داسې وخت راشي چې ورور په یې له هغه سره مرسته ونه شي کولای نو ځکه هغه د اوسېدنې یو شخصي کور او زمکې ته اړتیا لري.

            د شمس الرحمان تر ټولو ستره سودا د هغه زوړ پلار دی چې د کور په غولي کې پر یو کټ پروت دی او مچان یې ګردچاپېره تاوېږي. هغه ناروغه دی او درملنې ته اړتیا لري، د هغه دا حال دې کورنۍ لپاره بله مالي ستونزه ده.

            شمس الرحمان په ناهیلۍ خپل پلار ته کتل او ویل یې « دعا کوم چې پلار مې ژوندی پاتې شي، ځکه د هغه د مړي د لګښت وړتیا نه لرم...»