د پاکستان په پوله د IOM سازمان د تراټرانزیټي مرکز پراختیا د افغان راستنېدونکو لپاره مرستې زیاتوي

Date Published: 
Sunday, May 21, 2017

د ۲۰۱۷ میلادی کال د می د میاشتی  ۲۳ مه

 

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یا (IOM) د شنبه په ورځ د افغانستان په ختیځ، ننګرهار ولایت تورخم کښې له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان راستنېدونکو کډوالو لپاره د دې سازمان د ټرانزیتي مرکز پراختیا پرانیسته.

سږ کال، د جنوري د میاشتې له لومړۍ نېټې او مې د میاشتې تر اتلسمې نېټې پوری د پاکستان څخه له ۵۵،۰۰۰ څخه ډېر بې اسناده افغان کډوال بېرته راستانه شوي دي، دا شمېره د ۲۰۱۶ زېږدي کال د همدې مهالپېر په پرتله دوه برابر شوی، په دې مانا چې د تېرو کلونو پر پرتله د راستنېدنې له ټولو لوړه کچه ده. د کډوالۍ نړیوال سازمان تمه لري چې د ۲۰۱۷ زېږدي کال تر پای پورې به له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال راستانه شي.

په افغانستان کښې بشري نازک حالت او پراخېدونکي کړکېچ ته په پام کې نیونې سره، بې اسناده راستنېدونکي ځانګړو ننګونو سره په پاکستان کې له تر ډېره درې لسیزو مېشت کېدنې وروسته افغانستان ته د راتګ او بیا ټېکاو بهیر کښې مخامخ کېږي. لومړنۍ اړتیاوو کې یې پناځای، خواړه، د عاید منبع، د څښاک اوبو ته لاسرسی او بنسټیز خدمات لکه روغتیاي آسانتیاوې او زده کړې شاملېږي.

د کډوالۍ نړۍ وال سازمان د عمومي رئیس مرستیاله، سفیره اغلې لورا تامسن، د تورخم پولې ته، د مې د میاشتې په ۱۹ نېټه د اتوار په ورځ، افغانستان ته د هغې د درې ورځني ماموریت د برخې په توګه رابلل شوې ده. د کډوالۍ نړۍ وال سازمان د عمومي رئیس مرستیالې د افغانستان د اجرائیه رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وزېر، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو او مالي مرستندویه ادارو سره هم کتلي دي. د افغان متخصصینو د راستنېدنې پروګرام ۲۰۱۸-۲۰۱۷ پړاو هم وپرانیستل شو، دا اوږد مهاله پروګرام چې د جاپان هېواد په مالي مرسته پر مخ بېول کېږي، د ۲۰۰۱ زېږدی کال راهیسې له ایران څخه د دې لارې ۵۸۶ افغان متخصصین په دولتي ادارو کې د ۱۲ میاشتېنۍ دورې لپاره راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د عمومي رئیس مرستیالې وویل چې « په وروستي ځل زه دوه کاله وړاندې افغانستان ته په ماموریت راغلې وم. په دې موده کې په پرله پسې توګه د زیامنېدونکو افغانانو ژوند له خطرونو سره مخامخ شوی او لامل یې پېچلی کړکېچ او په کوربه ټولنو کې د بیاراستنېدونکو او ننني بېځایه شویو د راتګ له امله زیاتېدونکی فشار دی. د کډوالۍ نړۍ وال سازمان هوډمن دی چې د دولت او افغانستان عامو وګړو  ملاتړ وکړي، دا ملاتړ د کډوالۍ په برخه کې افغانستان ته د ننوتنې په کرخې کې هغه کورنیو ته چې په ټولنیزه کچه د اوږدمهاله بیاټېکاو  حل لارې غوښتونکې وي د بېړنیو مرستو وړاندې کول دي.»

د کډوالۍ نړۍ وال سازمان له ۲۰۱۲ زېږدي کال راهیسې د تورخم په پوله له پاکستان څخه بې اسنادو راستنېدونکو سره له راستنېدنې وروسته بشري مرستې کوي. متداومې او ډېرېدونکې راستنېدنې ته په ښه توګه رسېدنې په موخه، په دې وروستیو کې د کډوالۍ نړۍ وال سازمان د خپلو څلورو ترانزیت مرکزونو له ډلې چې د پاکستان او ایران په پولو کې شتون لري د یو ترانزیت مرکز د پراختیا چارې بشپړې کړې، په دې ترانزیب مرکزونو کې راستنېدونکي مرستې ترلاسه کوي، په دې مرستو کې د کور اوزار، خواړه، لنډمهاله استوګنه، روغتیایي آسانتیاوې او له دې ځآیه د افغانستان د نننه وروستي تګ ځای پورې ترانسپورتي مرستي شامل دي.

افغانستان لپاره د کډوالۍ نړۍ وال سازمان د مأموریت مشر او ځانګړی استازی، ښاغلی لارنس هارت د بشري مرستو وړاندې کونکو ټولنو ته د بېرته راستنېدنې په چارو کې د یووالي په اړتیا ټینګار وکړ، هغه وویل « د راستنېدنې پراختیا او کچې ته په پام کې نیونې سره دا د یوه سازمان ته ناشونې ده چې په یوازې ځان د راستنېدنې ټولو چارو ته ځواب وویلای شي. په سل ګونه سوه زره زیانمن کېدونکي وګړي افغانستان ته راستنېږي، چې ځیني یې لسیزه وروسته افغانستان ته راستانه شوي، د کډوالۍ نړۍ وال سازمان د افغان دولت، ملګرو ملتونو سازمانونو او د نادولتي بنسټونو سره همکار دی چې دې چارو ته هراړخیزه رسېدنه وکړي. د کډوالۍ نړۍ وال سازمان ترانزیت مرکزونو کې بېلابېل بنسټونه په ګډه تخصصی چوپړتیاوې وړاندې کوي.»

د کډوالۍ نړۍ وال سازمان موخه دا ده چې له ټولو (۱۰۰٪) هغه بې اسناده راستنېدونکو څخه چې له پاکستان راستنېږي مرسته وکړي، دې مرستو کې بېړنۍ بشري مرستي چې د منځ مهاله او اوږد مهاله بیا ټېکاو حل لارو سره تړلي برخه لري، دا مرستې د لومړنۍ راستنېدنې له پیل ځای څخه د اړتیاوو ټولې برخې تر پوښښ لاندې راولي.»

د کډوالۍ نړۍ وال سازمان ملاتړ  راستنېدونکو ته د راستنېدنې وروسته بشري مرستو ملاتړ د کانادا، چک جمهوري، جرمني، جاپان، سویدن، ناروې، سویزرلند دولتونو، مرکزي بېړنۍ مالي مرستو اداره او د اروپا اتحادیه (ECHO) او د بیا ټېکاو مالي مرسته چې د اروپا د اتحادیې DG DVCO ادارې کوي.

د مې د میاشتې په پیل کې د کډوالۍ نړۍ وال سازمان د مالي مرستو د اړتیا په هکله نوې اسناد وړاندې کړل چې په هغې کې له پاکستان او ایران څخه د ۲۹۲،۰۰۰ راستنېدونکو لپاره د ۲۰۱۸ کال تر مارچ پورې ۵۲.۸ میلیونه امرکایي ډالرو ته اړتیا ښودلې ده.

 

د لا زیاتو مالوماتو لپاره، هیله ده ښاغلي نصیر احمد حیدرزي سره په کابل کې (په ۰۰۹۳۷۹۴۱۹۹۵۴۲ شمېره او nhaidarzai@iom.int  برېښنالیک) اړیکه ټینګه کړئ.